۰
ملګري ملتونه:

نړیواله ټوله دې د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي

دوشنبه ۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۱۶
په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر مرستیال او سرپرست مارکس پوتزل د افغانستان له یو شمېر سوداګرو مېرمنو سره کتلي دي.
نړیواله ټوله دې د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي
په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر مرستیال او سرپرست مارکس پوتزل د افغانستان له یو شمېر سوداګرو مېرمنو سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پوتزل په دې کتنه کې، د افغان ښځو له حقونو د نړیوالې ټولنې پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دي.

 یوناما پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پوتزل په کابل کې د ملګروملتونو سازمان په دفتر کې له یو شمېر سوداګرو مېرمنو سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې په اقتصاد کې د ښځو د فعال حضور او ونډې د حیاتي اړتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي