۰

سعودي: افغان حکومت دې د ترهګرو مخه ونیسي

دوشنبه ۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۲۸
سعودي عربستان د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې اجازه ورنکړي چې دغه هېودا د تروریستي ډلو په مرکز بدل شي.
سعودي: افغان حکومت دې د ترهګرو مخه ونیسي
سعودي عربستان د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې اجازه ورنکړي چې دغه هېودا د تروریستي ډلو په مرکز بدل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فرحان بن فیصل دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو په ۷۷ مه عمومي اسامبله کې د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان باید د ترهګرو په مرکز بدل نه شي، او په وینا یې د دغه پدیدې د مخنیوي لپاره د ټولو هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.

په دغه غونډه کې ځینو نورو هېوادونو هم ورته اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په ثبات، امنیت او اقتصادي پیاوړتیا کې اقدامات وکړي.

دا اندښنې پر داسې مهال څرګندېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت په وار وار سیمې او نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې هېڅ ډلې او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

اسلامي امارت وايي، دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او له هغې چې واک ته رسېدلي، هېڅ یوه هېواد ته له افغان خاورې کوم ګواښ نه دی متوجه شوی او نه هم دوی کومې ډلې ته د فعالیت اجازه ورکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي