۰

د پاکستان د پوځ یوه چورلکه نسکوره شوې، شپږ پوځیان وژل شوي

دوشنبه ۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۷
د پاکستان پوځ تایید کړې، چې د دوی یوه پوځي چورلکه بلوچستان ایالت کې نسکوره شوې او شپږ تنه په کې وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ یوه چورلکه نسکوره شوې، شپږ پوځیان وژل شوي
د پاکستان پوځ تایید کړې، چې د دوی یوه پوځي چورلکه بلوچستان ایالت کې نسکوره شوې او شپږ تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه چورلکه  تېره شپه د ماموریت پر مهال د بلوچستان ایالت په هرنايي سیمه کې نسکوره شوې ده.

اعلامیه وایي، په دغه پېښه کې دوه پیلوټان او څلور نوره امله وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې اړه چې چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله نسکوره شوې او که ویشتل شوې ده، جزیات نه دي ورکړي.

د دغه پېښې مسوولیت هم تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو بلوچستان کې بلوچ آزادي غوښتونکي فعال دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي