امنیتي ځواکونو بلخ کې یو ماشوم له انسان تښتونکو را خوشی کړی دی

4 میزان 1401 ساعت 11:09

سیمه ییز چارواکي وايي، بلخ ولایت کې تښتول شوی ماشوم د امنیتي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې له انسان تښتونکو راخوشی شو.


سیمه ییز چارواکي وايي، بلخ ولایت کې تښتول شوی ماشوم د امنیتي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې له انسان تښتونکو راخوشی شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکو ویلي، دغه ماشوم تېره اوونۍ د مزارشریف ښار له کارته باختر سیمې څخه تښتول شوی وو.

تښتول شوی ماشوم محمد یوسف نومېږي او د بلخ د مشهور ډاکتر عبدالقیوم حکیمي زوی دی، چې تېره اوونۍ تښتول شوی وو.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله نوراني وايي، دغه ماشوم نن دوشنبې د تلې ۴ مه د امنیتي ځواکونو له خوا د انسان تښتونکو له منګولو راخلاس کړل شو.

د هغه په وینا انسان تښتونکي په عاجله توګه نیول شوي او په سزا رسېدلي دي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154666

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154666/

جمهور
  https://www.jomhornews.com