فلای دبۍ هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیلوي

11 میزان 1401 ساعت 6:35

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې فلای دبۍ هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړي.


د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې فلای دبۍ هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې وزارت مسوولین زیاتوي، د کابل په هوايي ډګر کې د هوايي چلند د شرکتونو ټولو الوتنو ته شرایط برابر شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا ویلي، دوی د ټکټونو پلورلو او د الوتنو پیلولو لپاره یوې یا یوې نیمې میاشتې ته اړتیا لري چې سیستمونه یې بېرته فعال شي او د ټکټ پلورل پیل شي او په یوه میاشت کې به کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.

په ورته وخت کې نوموړي زیاته کړې، دمګړۍ هره ورځ په کور دننه او بهر ته شاوخوا ۳۰ الوتنې ترسره کېږي.

له بل لوري د سیاحتي شرکتونو ځینې مسوولین وايي، له یوه کال راهیسې د نړۍوالو الوتنو د کمېدو له امله يې عاید کم شوي دي.

دغه رزا ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د ترکش ایر لاینز الوتنې به هم د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې کابل او مزارشریف ته پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154821

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154821/

جمهور
  https://www.jomhornews.com