د کانونو وزارت: په نېږدې کې به په اتو لویو پروژو کار پیل شي

11 میزان 1401 ساعت 8:00

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، تر دوو میاشتو پورې به د کانونو پر اته لویو پروژو عملي کار پيل شي.


د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، تر دوو میاشتو پورې به د کانونو پر اته لویو پروژو عملي کار پيل شي.

د جمهور آژانس له مخې سرچینې زیاته کړې، د اته لویو پروژو د پانګونې په هدف ورسپارل شوي پروپوزلونه یا وړاندیزونه د څېړنې په حال کې دي.

دغه پروژې د هرات ولایت د غوریانو د اوسپنې او د غور په شهرک او غورک ولسوالیو کې د سربو او جستو د منرالونو د کېندنې دي چې د پرخوالي له کبله په ۸ حوزو یا بلاکونو ویشل شوي دي.

د کانونو وزارت ویاند عصمت الله برهان وایي، دواړو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د دغې پانګونې د ګټلو په سیالۍ کې ګډون کړی دی.

برهان وویل، تر دوو میاشتو پورې به پر دغو پروژو کار پيل او نوموړی ادعا کوي چې لسګونه زره کسانو ته به په‌کې د کار زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154825

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154825/

جمهور
  https://www.jomhornews.com