۰

د ډالرو بله کڅوړه مرکزي بانک ته رسېدلې ده

دوشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۹
مرکزي بانک اعلان کړیو چې د نړیوالې ټولنې د بشردوستان نغدي مرستې لړۍ په ترڅ کې د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بله کڅوړه افغانستان ته رسېدلې ده.
د ډالرو بله کڅوړه مرکزي بانک ته رسېدلې ده
مرکزي بانک اعلان کړیو چې د نړیوالې ټولنې د بشردوستان نغدي مرستې لړۍ په ترڅ کې د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بله کڅوړه افغانستان ته رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بانک نن دوشنبې د تلې ۱۱ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه مرسته یوه سوداګریز بانک ته ورکړل شوې ده.

مرکزي بانک د نړیوالو د دغه مرستې څخه مننه او هرکلی کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

دغه بانک ټینګار کړی، چې دوی هڅه کوي تر ټولو ښه بانکي خدمات خلکو ته وړاندې کړي او له ټولو مالي موسساتو او نړیوال بانک سره د اصولو او مقرراتو پر بنسټ چلند وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي