اروپايي ټولنه: په بندیزونو سره افغانان باید ډلیز مجازات نه شي

12 میزان 1401 ساعت 7:20

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په افغانستان باندې بندیزونو ته په اشارې وايي، افغانان باید ډلیز مجازات نه شي، چې دا چاره نا امني زېږوي.


د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په افغانستان باندې بندیزونو ته په اشارې وايي، افغانان باید ډلیز مجازات نه شي، چې دا چاره نا امني زېږوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاس دغه څرګندونې د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، متقي پرون دوشنبې د تلې ۱۱ مه د ښاغلي نیکلاس او ورسره مل پلاوی سره ولیدل او پر ځینو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د اروپایی ټولني پلاوي په افغانستان باندې بندیزونو ته په اشاري سره زياته کړه چې افغانان باید ډله ییز مجازات نه شي چې دا چاره د سولې ټینګښت او د ناامنۍ ضد مبارزې او لاسته راوړنو ته زیان رسوي.

سرچینې د نيکلاسن له قوله ويلي، اروپايي ټولنې، امریکا او شریکان یی اوس دې پایلې ته رسېدلي چې په افغانستان کې یواځې بشري مرستې اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای، په کار ده چې انکشافي کارونه ترسره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154857

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154857/

جمهور
  https://www.jomhornews.com