د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد بدخشان ته تللی

12 میزان 1401 ساعت 8:29

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د بدخشان ولایت د امنیتي جاج په موخه دغه ولایت ته تللی دی.


د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د بدخشان ولایت د امنیتي جاج په موخه دغه ولایت ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت وايي، ښاغلي مجاهد پرون دوشنبې د تلې ۱۱ مه په دوه ورځي سفر بدخشان ولایت ته تللی دی.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، د ملي دفاع سرپرست وزیر د عمر ثالث فرقې او د بدخشان له سرحدي نقطو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي زیاته کړې، ښاغلي مجاهد د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له مسؤولینو او نظامي منسوبینو سره تر کتلو وروسته د وضعیت د لا ښه څېړلو په موخه د دغه ولایت پامیر او اشکاشم ولسوالیو ته ولاړ او د دغو ولسوالیو له سرحدي نقطو یې لیدنه وکړه.
 
په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د هېواد د پولو د امنیت او ساتنې په برخه کې د اسلامي پوځ د کړنو قدرداني وکړه او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې یې هم واورېدې.

په دې سفر کې د هېواد د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان مولوي امان الدین منصور د ملي دفاع له سرپرست وزیر سره ملتيا کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154861

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154861/

جمهور
  https://www.jomhornews.com