۰

کابل کې چاودنه وشوه، خو مرګ ژوبله نه لري

سی شنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۳
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
کابل کې چاودنه وشوه، خو مرګ ژوبله نه لري
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د تلې ۱۲ مه سهار ۸:۰۰ بجې د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند باغ بالا سیمه کې شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند د چاودنې پخلی کوي خو وايي چا په کې زیان نه دی رسېدلی.

د ځدراڼ په وینا چاودنه د سړک غاړې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

عیني شاهدان هم وايي، چې چاودنه د سړک د غاړې ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې له امله یې دوه تنه سرسري ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د کابل دشت برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز په چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې اکثریت یې له ۱۲ ټولګي فارغې نجونې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي