سيف ده چلډرن:

د افغانستان تعلمي نظام د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ دی

12 میزان 1401 ساعت 14:02

د ماشومانو د خونديتوب ادارې يا سيف ده چلډرن ادعا کړې، چې افغانستان کې د تعليمي نظام د پاشل کېدو ګواښ وروستي حد ته رسېدلی دی.


د ماشومانو د خونديتوب ادارې يا سيف ده چلډرن ادعا کړې، چې افغانستان کې د تعليمي نظام د پاشل کېدو ګواښ وروستي حد ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې د ارزونو ‎پر بنسټ د افغانستان تعليمي نظام په ۲۰۲۱ کال کې د ورپېښو ګواښونو له پلوه په څلورم مقام کې و، خو سږ کال يې بيا لومړی مقام خپل کړی دی.

تر افغانستان وروسته سوډان، سوماليا او مالي هغه هېوادونه دي چې تعليمي نظام يې د ويجاړېدو د ګواښ په وروستي حد کې دی.

دغه اداره وايي، کرونا وبا، اقليمي تغيرات او جګړې د دې سبب شوې دي چې په يادو څلورو هېوادونو کې زده کړو ته د ۴۵ ميليونو زده کوونکو لاسرسی محدود کړي.

لوږه، د خوراکي توکو لوړې بيې او د خوړو نه خونديتوب هم هغه لاملونه بلل شوي چې نړۍ کې يې تعليمي نظامونه د پاشلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154874

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154874/

جمهور
  https://www.jomhornews.com