امنیتي ځواکونو ته د تثبیت رتبې کمېسیون کار پیل کړ

13 میزان 1401 ساعت 7:48

د ملي دفاع وزارت وایي، د امنیتي ځواکونو اړونده د تثبیت رتبې کمېسیون کار پیل کړی دی.


د ملي دفاع وزارت وایي، د امنیتي ځواکونو اړونده د تثبیت رتبې کمېسیون کار پیل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا کمېسیون چې د ملي دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب په مشرۍ جوړ شوی وو،  په ​​رسمي توګه یې خپل کار پیل کړ.

سرچینې زیاته کړې، یاد کمېسیون به د اشغالګرو پر وړاندې د خپلو مجاهدینو د عزت او وقار ساتلو په پار او د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره د هر مجاهد تعلیمي او جهادي اسناد په نظر کې نیسي او دوی ته به مناسبې نظامي رتبې ورکوي.

دوه میاشتې مخکې د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي ویلي وو، چې د پوځ شمېر اوس شاوخوا ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی او که اړتیا ولیدل شي دا شمېر ښایي زیات شي.

د اسلامي امارت ویاند پخوا ویلي وو چې راتلونکو دوو کلونو کې به د اسلامي پوځ  جوړولو چارې بشپړې کړي، چې په وینا یې مخکیني پوځیان به هم پکې شامل وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154889

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154889/

جمهور
  https://www.jomhornews.com