ملا برادر: د ځنګلونو وهونکي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي

13 میزان 1401 ساعت 7:53

د افغانستان د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، له دې وروسته د ځنګلونو وهونکي باید د قانون منګلو ته وسپارل شي.


د افغانستان د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، له دې وروسته د ځنګلونو وهونکي باید د قانون منګلو ته وسپارل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې تړوا د ښاغلي برادر په مشرۍ ځانګړې غونډه جوړه او پرېکړه په کې شوې، چې د ژمي لپاره به نوي ځنګلونه نه وهل کېږي او پخواني وهل شوي به بازار ته عرضه کېږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په ځانګړې جوړه شوې غونډه کې په را روان ژمي کې د سون توکو د بیو پر کنټرول مفصلې خبرې وشوې.

په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د هېوادوالو د ژمنیو ستونزو د حل په موخه به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نورستان، کونړ، ننګرهار، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ځنګلونو کې هغو د سون لرګیو ته چې کلونه مخکې وهل شوي، بازار ته د داخلېدو اجازه ورکړي.

په همدې تړاو کرنې وزارت ته سپارښتنه شوې چې په یادو ځنګلونو کې به په هېڅ ډول چا ته اجازه نه ورکوي، چې ځنګلونه ووهي او که څوک پر دغه عمل مرتکب ونیول شي، د قانون منګولو ته به سپارل کېږي.

په دغه غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ، مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې چې په ژمي کې ډبرو سکرو د نرخونو د کنټرول په موخه طرحه جوړه او راتلونکې ناستې ته یې وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154890

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154890/

جمهور
  https://www.jomhornews.com