د ۴۰ میلیون ډالرو بله کڅوړه افغانستان ته رسېدلې ده

13 میزان 1401 ساعت 9:33

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې د نړیوالو د بشردوستانه مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بله کڅوړه هم کابل ته رسېدلې ده.


د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې د نړیوالو د بشردوستانه مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بله کڅوړه هم کابل ته رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بانک په وینا دا په یوه اوونۍ کې دویمه کڅوړه ده، چې پرون سه شنبې د تلې ۱۲ مه کابل ته راورسېده.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس دغه پیسې یوه سوداګریز بانک ته ورکړل شوې او د افغانستان بانک د نړیوالو د دغه مرستې مننه او هرکلی کوي.

د یادونې ده، چې د تېر یوه کال راهیسې تر اوسه پورې یو میلیارد او ۳۱۳ میلیون ډالر د نړیوالو له خوا افغانستان ته رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 154898

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154898/

جمهور
  https://www.jomhornews.com