افغانستان کې د داعش د بهرنیو اړیکو او مالي مسوول نیول شوی دی

13 میزان 1401 ساعت 10:35

د اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست وایي، افغانستان کې یې د داعش ډلې د بهرنیو اړیکو  او مالي مسوول نیولی دی.


د اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست وایي، افغانستان کې یې د داعش ډلې د بهرنیو اړیکو  او مالي مسوول نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن چهارشنبې د تلې ۱۳ مه پر خپله ټوټېټر پاڼه د نیول شوي کس د اعترافاتو ویډیو هم خپره کړې ده.

د سرچینې په وینا نیول شوی کس عبدالمالک نومېږي او د محمدالدین زوی دی، چې په مالکي باندې مشهور دی.

د استخباراتو لوی ریاست ویلي، خوارجو یا داعش د مالکي په مرسته له بهرنیو هېوادونو مالي مرسته راټولوله او بیا یې خپلو جنیګالیو ته ورکوله.

سرچینې زیاته کړې، چې مالکي له اوکراین، المان، هسپانیا او ځینو نورو هېوادونو څخه د داعش لپاره پیسې راټولې کړې دي.

دغه راز ویل شوي، چې مالکي خوارجو ته د جلب او جذب مسوول هم او دا دنده یې هم درلوده، چې خوارجو ته نوي جذب شوي کسان سوق او اداره کړي.

د اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست وایي، دغه داعشي د امنیتي ځواکونو د یو لړ پېچلو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.

په ورته وخت کې نیول شوي خوارجي په خپلو اعترافاتو کې وايي، چې د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.

نوموړی وايي، داعش کې یې مسوولیت دا و، کوم داعشیان به چې له بهر هېوادونو افغانستان ته راتلل نو هغه به یې راوستل او دغه راز یې له بهرنیو هېوادونو د داعش لپاره مالي مرستې راټولولې.

مالکي زیاته کړې، چې له اوکراین، المان او هسپانیه یې داعش ته مرستې راټولوې او دغه راز یې تر ۱۵ پورې کسانو ته دعوت ورکړی و، چې په وینا یې یو تن یې افغانستان ته راغلی دی.

دی وایي، له اوکراین څخه یې ۱۵ زره ډا، ۵ زره یورو له المان څخه او ۱۵ سوره یورو یې له هسپانیه څخه د داعش لپاره راټولې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154901

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154901/

جمهور
  https://www.jomhornews.com