د افغانستان د اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست په کونړ ولایت کې د داعش یا خوارجو د یوه مهم غړي د وژلو خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې وژل شوی داعشی معاویه نومېده او د دغه ډلې مهم غړی وو.
سرچینې زیاته کړې«د کنړ ولایت د استخباراتو ریاست مجاهدو ځواکونو د یاد ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د یولړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې د معاویه په نوم د خوارجو یو تن مهم غړی له دوو نورو ملګرو سره یو ځای وواژه.»
د استخباراتو په خبرپاڼه کې راغلي، وژل شوي کسان د خوارجو له مهمو غړو څخه وو، چې وخت ناوخت به یې په یاد ولایت کې د عامو او بی ګناه وګړو په وړاندې شریرې کړنې تر سره کولې او په یاد ولایت کې یې د امنیت د ګډوډۍ په خاطر شوم پلانونه درلودل.
دا په داسې حال کې ده، چې استخباراتو د افغانستان لپاره د داعش د بهرنیو اړیکو او مالي مسوول د نیول کېدو خبر هم ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل