۰

پکتیکا کې د ناچاودنې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی دی

پنجشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۲
سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پکتیکا کې د ناچاودنې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د تلې ۱۳ مه د پکتیکا ولایت د مټا خان ولسوالۍ په موسی خېلو کلي کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، ماشومانو په یوه موندلې ناچاودې مرمۍ لوبې کولې، چې چاودنه یې پرې کړې او درې تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د چارواکو په وینا په دغه چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي