۰

له کابل ښار نه ۱۳۳۵۰ سوالګر راټول کړل شوي دي

شنبی ۳۰ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۷
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، د یاد ریاست د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۱۳۳۵۰ سوالګر راټول کړي.
له کابل ښار نه ۱۳۳۵۰ سوالګر راټول کړل شوي دي
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، د یاد ریاست د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۱۳۳۵۰ سوالګر راټول کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد ریاست په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۸۶۷۰ ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۳۱۲۳ مستحقې او ۵۵۴۷ یې بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

اعلامیه کې ویل شوي، ۱۲۱۹نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۴۳۰ مستحق ګڼل شوي او ۷۸۹ بیا حرفوي سوالګر دي.

په راټولو شویو سوالګرو کې بیا ۳۴۶۱ ماشومان دي چې له ډلې یې ۱۵۸۹ مستحق او ۱۸۱۶ حرفوي او ۵۶ بې سرپرسته ماشومان دي.

سرچینه زیاتوي، بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه هم برابرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي