د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۸۰ بستونو لپاره ازاده سیالۍ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په انسټېټیوټ کې ترسره شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت چارواکي وايي، په دغې سیالۍ کې ۱۲۲۲ تنو نوملیکنه کړې وه چې یوازې ۸۱۴ تنو دغې ازموینې ته لار موندلې او ټاکل شوې چې ۸۰ تنه ترې وګومارل شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب الله په دغه بهیر کې له روڼټيا ډاډ ورکړی.
د یاد وزارت مرستیال پوهنیار احمد مسعود لطیف وايي، هغه بستونه چې اعلان شوي دي په دغې ازموینه کې د ډیجیټلي حکومتوالۍ د عمومي ریاست ۸۰ بنستونه دي.
نوموړي زیاته کړې، هغه ګډونوال چې په دغې ازموینه کې بریالي کېږي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په دیجیټلي حکومتوالۍ په عمومي ریاست کې په بېلابېلو بستونو کې ګومارل کیږي.
جمهورخبري آژانس:کابل