۰

د کانکور پایلې اعلان شوې، عمومي اول نمر یې له هرات ولایت څخه دی

شنبی ۱۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۴
د کانکور د ازموینې ملي کمېټې د یوې غونډې په ترڅ کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې اعلان کړې، چې عمومي اول نمره یې د هرات ولایت اوسېدونکی سلیمان د غلام جیلاني زوی دی.
د کانکور پایلې اعلان شوې، عمومي اول نمر یې له هرات ولایت څخه دی
د کانکور د ازموینې ملي کمېټې د یوې غونډې په ترڅ کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې اعلان کړې، چې عمومي اول نمره یې د هرات ولایت اوسېدونکی سلیمان د غلام جیلاني زوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کانکور د ازموینې کمېټې د کانکور پایلې نن شنبې د تلې ۱۴ مه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې اعلان کړې.

د کانکور د ازموینې کمېتې مشر پوهاند عبدالقدیر خموش په خپلو خبرو کې و ویل، چې سږ کال ۱۲۴ زره کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې ۱۰۶ زره تنو چې نجونې هم په کې وې، ازموینه ورکړې وه.

نوموړي زیاته کړه، چې د کانکور کمېتې د تېرو څلورو کلونو په پراتله سږ کال په ډېره لنډه موده کې د هېواد په ۳۳ ولایتونو او مرکز کې په دوه پړاونو کې ازموینه واخیست او د دوه اوونیو په ترڅ کې یې د نمرو د اعلان لپاره هڅې وکړې.

د هغه په وینا چې یادې کمېټې میاشت وړاندې د کانکور اعلان وکړ، دویمه او درېیمه اونۍ یې ازمونه واخیست، چې د ۳۳ ولایتونو یو ځای او د مرکز جلا وه او دوه اونیو کې یې د کانکور د نمرو اعلان لپاره چمتوالی ونیوه.

د کانکور د ملي کمېټې د اعلان له مخې سږ کال د دغه ازموینې عمومي اول نمره سلیمان د غلام جیلاني زوی، چې د هرات ولایت اوسېدونکی او سلطان عیاث الدین غوري له لېسې څخه فارغ شوی د هرات ولایت طب پوهنځۍ ته بریالی شوی دی.

د سږ کال د کانکور دویم نمر بیا محمد شبیر نومېږي، چې د کابل له خاتم النبین خصوصي ښوونځي څخه فارغ او د ۳۵۵ نمرو په اخیستلو سره د کابل طب پوهنځۍ ته بریالی شوی دی.

د کانکور درېیم نمر بیا هدایت الله نومېږي، چې دا هم د هرات ولایت اوسېدونکی او د ۳۵۴ نمرو په اخیستو سره د هرات ولایت طب پوهنځۍ ته بریالی شوی دی.

د یادونې ده، چې په دغه اعلان کې ټولټال د ۱۰ هغو کسانو چې ټولو لوړې نمرې اخیستې وې او ټول یې طب پوهنځۍ ته بریالي شوي وو اعلان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي