د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن شنبې د لړم ۱۴ مه په یوه خبرباڼه کې ویلي، چې نن او سبا یکشنبې د لړم ۱۵ مه د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې ورښت وي.
خبرپاڼه کې بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، غزنی، ارزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، لغمان، کنړاو نورستان ولایتونو کې دي سالنګونو په شمول د سیلابونو پیښېدو امکان شته.
سرچینې په دغه ولایت کې د اورښت کچه په بېلابېلو نقاطوکې (۱۰څخه تر۳۰) ملي مترو او همدارنګه د واورې کچه په بېلابېلو نقاطو کې (۱۰ څخه تر۲۰) سانتي مترو اټکل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل