د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د تېرو شپږو مياشتو په پرتله له افغانستان څخه د الوتنو شمېر زيات شوى دى.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي، په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه د الوتنو شمېر د ۵۰ او ۷۰تر منځ وو، چې اوس دغه شمېر ۱۰۰ الوتنو ته رسېدلی دی.
نوموړي زیاته کړې، د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره د ځمکني خدمتونو او دوو نورو قراردادونو له لاسلیک وروسته د افغانستان له فضا څخه د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان له فضا څخه د الوتکو الوتنه د اقتصاد پر ودې اغېز لري او په دې برخه کې باید د هوايي ترانزېټ برخې ته پاملرنه وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل