د کندهار انار روسیې ته صادر شول

26 عقرب 1401 ساعت 10:43

افغان کارت دولتي شرکت وايي، د کندهار ۲۰ ټنه انار یې په مستقیم ډول روسیې ته صادر کړي دي.


افغان کارت دولتي شرکت وايي، د کندهار ۲۰ ټنه انار یې په مستقیم ډول روسیې ته صادر کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه شرکت رییس سید محمد قسیم ابراهیم نن پشنبې د لړم ۲۶ مه ویلي، دغه اندازه انار نن د ځمکې له لارې روسیې ته ولېږل شول.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی، خو زیاته کړې یې ده، چې د دوی شرکت له روسیې، د غنمو، تېلو او ځینو نورو توکو د واردولو تړونونه کړي، چې ډېر ژر به یې د رالېږد چارې پیل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 155848

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155848/

جمهور
  https://www.jomhornews.com