یوناما: افغان مېرمنې د خپلو حقونو تر لاسه کولو هڅه کوي

28 عقرب 1401 ساعت 10:59

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما وایي، ډېری افغان مېرمنې د خپلو حقونو غوښتنه او د تر لاسه کولو هڅه یې کوي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما وایي، ډېری افغان مېرمنې د خپلو حقونو غوښتنه او د تر لاسه کولو هڅه یې کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د یوناما دفتر ویلي، افغان مېرمنو دا غوښتنه د پرانیستې نړیوالې ورځې په مناسبت په هغو جوړو شوو غونډو کې کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵پرېکړه لیک پر اساس د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جوړې شوې وې.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، دغو مېرمنو د یوناما له استازو سره په کتنو کې ویلي چې په افغاني ټولنه کې ژوند او له ټولو حقونو څخه برخمن کېدل د دوی بشري او انساني حق دی.

افغان مېرمنو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د یوناما له چارواکو غوښتي چې په دې برخه کې د ډېرو خبرو فرصتونه برابر کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155869

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155869/

جمهور
  https://www.jomhornews.com