پاکستان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره په روغتیایي برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په مشرۍ پلاوي سره یې ولیدل.
نوموړي زیاته کړې، هېواد یې په افغانستان کې درې عصري روغتونونه محمد علي جناح په کابل، د نشتر د پښتورګو روغتون جلال اباد او د نایب امین الله لوګري روغتون یې لوګر کې جوړ کړی دی.
ده ویلي، په دې ناسته کې پاکستان موافقه وکړه، چې د یادو درې واړو روغتونو د فعالیت او مالي لګښت مسوولیت په غاړه اخلي.
صادق خان زیاته کړې دغه راز موافقه وشوه چې د اوږود مهاله لپاره دا درې روغتونونه د خصوصي سکتور په همکارۍ فعاله وساتل شي.
د هغه په وینا د خیبر پښتونخوا (خیبر طبي پوهنتون) چې له دمخه یې سلګونه افغان ډاکټران روزلي، خپله یوه څانګه په افغانستان کې پرانیزي څو دغه هېواد د روغتیا په برخه کې پخپلو پښو ودرېږي.
د پاکستان ځانګړی استازی وايي، دمګړۍ به دوی د افغانستان ۲۰ تنه متخصصین وروزي او په راتلونکي کې به دا شمېره لوړه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل