یونیسف: د پولیو د محوه کولو لپاره کور په کور واکسین ته اړتیا ده

29 عقرب 1401 ساعت 9:11

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف وايي، افغانستان کې د پوليو د محوې لپاره کور په کور د واکسينو کمپاينونو ته اړتيا ده چې تر دې مهاله نه ده پوره شوې.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف وايي، افغانستان کې د پوليو د محوې لپاره کور په کور د واکسينو کمپاينونو ته اړتيا ده چې تر دې مهاله نه ده پوره شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د يونيسف د رسنيو د برخې مسوول کمال شاه ویلي، د هېواد په ځينو ولايتونو کې لا هم د پوليو واکسينو کور په کور کمپاينونه نه دي شوي او يوازې په جوماتونو کې ماشومانو ته واکسين ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړې، په جوماتونو کې ځينې ماشومانو له واکسينو پاتې کېږي او اړتيا ده چې د دې ناروغۍ د بشپړې محوې لپاره کور په کور د واکسين کمپاينونه تطبيق شي.

دی وايي، د راتلونکي کال لپاره يې د عامه پوهاوي په ګډون د واکسينو د کمپاينونو لپاره پلانونه جوړ کړي او هڅه کوي چې د دې ناروغۍ بشپړې محوې ته يو ګام نور هم ور نږدې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155899

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155899/

جمهور
  https://www.jomhornews.com