د سپین بولدک – چمن دروازه بېرته خلاصه شوه

30 عقرب 1401 ساعت 10:39

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د سپین بولدک – چمن دروازه د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ بېرته خلاصه شوه.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د سپین بولدک – چمن دروازه د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ بېرته خلاصه شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي، دغه درواز نن دوشنبې د لړم ۳۰ مه د ترافیکو پر مخ پرانستل شوې ده.

نوموړي ویلي«د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه چې یوه اونۍ مخکې د یوې پيښې د کېدو له امله تړل شوې وه، نن د ټول ولس، ترانزیټ او پلې تګ پر مخ په عادي ډول د پخوا په شان خلاصه شوه.»

ښاغلي زید زیاته کړه چې دغه دروازه د اسلامي امارت او پاکستاني لورو ترمنځ تر څو مذاکراتي کتنو او لیدنو وروسته خلاصه شوې ده.

پاکستاني چارواکو هم تیره ورځ ویلي و چې د چمن ـ سپین بولدک دروازه به نن دوشنبه بېرته پرانیزي.

دا دروازه څو ورځې مخکې له هغه وروسته وتړل شوه چې یو وسله وال د پاکستان په سرحدي پولیسو ډزې وکړې، یو تن یې وواژه او څو نور یې ژوبل کړل.

د کندهار والي ویاند وايي، دغه دروازې په بيرته خلاصولو کې هيڅ ډول شرط نه دى وړاندې شوى او هغه اوازې رد کړې چې ګواکي طالب چارواکو پاکستان ته هغه کس سپارلی چې پر دوى يې ډزې کړي وې٠

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 155925

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155925/

جمهور
  https://www.jomhornews.com