۰

مقتي: ټول هېوادونه دې افغانستان کې سفارتونه پرانیزي

سی شنبه ۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۱
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې په ډاډه زړه خپلې استازولی او سفارتونه په ډاډه بېرته پرانیزي.
مقتي: ټول هېوادونه دې افغانستان کې سفارتونه پرانیزي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې په ډاډه زړه خپلې استازولی او سفارتونه په ډاډه بېرته پرانیزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي دغه غوښتنه د چین او جنوبي آسیا ترمنځ داقتصادي همکاريو او پانګونې د شپږم نندارتون پرانیستغونډې درېيم فورم ته وینا پر مهال وکړه.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او د نړۍ هېوادونه هم غواړي چې خپلې اقتصادي پروژې افغانستان کې بېرته پیل کړي.

ښاغلي متقي په ټینګار سره له نړیوالو وغوښتل چې پر اسلامي امارت باور وکړي او بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.

هغه یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې افغانستان د هېوادونو د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.

دی وايي، سیمییزه همغږي او د سیمې د هېوادونو نږدې او ګډه همکاري د شته ننګونو یوازینۍ حل لاره ده.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، سیمییزه امنیتي همکارۍ د هېوادونو تر منځ احتمالي امنیتي ګواښونه له منځه وړلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي