کابل کې چاودنې دوه تنه وژلي

1 قوس 1401 ساعت 9:13

امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې یوه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي دي.


امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې یوه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، دغه چاودنه تېره شپه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د پروان سه په سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چاودنه په یوه کرولا ډوله موټر شوې او دوه تنه سورلي په کې وژل شوي، چې هویت یې تر اوسه معلوم نه دی.

د کابل د پولیسو ویاند وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 155942

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155942/

جمهور
  https://www.jomhornews.com