نړیوال بانک:افغان په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي تر لاسه کوي

2 قوس 1401 ساعت 13:05

نړۍوال بانک وايي،  په افغانستان کې اوس هم د ژوند شرایط سخت دي او  دوه پر درې برخې افغانان په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي.


نړۍوال بانک وايي،  په افغانستان کې اوس هم د ژوند شرایط سخت دي او  دوه پر درې برخې افغانان په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نړۍوال بانک دغه څرګندونې د افغانستان په اړه په هغه سروې کړې دي چې پرون یې خپره کړې.

د دې سروې په پایلو کې راغلي چې دوه پر درې برخې افغان کورنۍ په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي، چې خواړه هم پکې شامل دي.

د یاد بانک په اعلامیه کې راغلي، دغه سروې د روان ۲۰۲۲ کال جون او اګست میاشتو تر منځ موده کې بشپړه شوې او په افغانستان کې د نوي نظام له واکمنېدو وروسته د ژوند شرايطو ارزونه په کې شوې ده.

د دغه بانک مشر ملینډا ګوډ وايي، ډېری افغان کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، او له همدې کبله باید د طالبانو سرپرسته اداره د معيشت، د خوړو او لومړنيو روغتيايي خدمتونو د خونديتوب او دوام په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.

په اعلامیه کې دغه راز د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي، څو خصوصي سکتور ته لار هواره کړي چې خلکو او په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته چې د کار کولو په لټه کې دي کاري فرصتونه رامنځته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155967

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155967/

جمهور
  https://www.jomhornews.com