له پاکستان سره په فرضي کرښه د شخړو د مخینوي لپاره کمېټه جوړه شوې

3 قوس 1401 ساعت 9:25

افغان حکومت وايي، له پاکستان سره پر فرضي کرښه د شخړو د مخنيوي لپاره د افغانستان او پاکستان يوې ګډې کمېټې کار پيل کړی دی.


افغان حکومت وايي، له پاکستان سره پر فرضي کرښه د شخړو د مخنيوي لپاره د افغانستان او پاکستان يوې ګډې کمېټې کار پيل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغان حکومت مرکزي ویاند وياند ذبيح الله مجاهد په يوه مرکه کې کړې دي.

ښاغلي مجاهد ويلي، چې د افغانستان خلک تازه لږ ارام شوي او حکومت نه غواړي چې د خلکو ارامتيا زيانمنه شي.

نوموړي ټينګار کړی چې د افغانستان اسلامي امارت له دې هر څه سره سره د خپلې خاورې دفاع ته هم لومړيتوب ورکوي، له همدې کبله له پاکستان سره يوه ګډه کمېټه جوړه شوې چې پر فرضي کرښې د شخړو مخنيوی وکړي.

د مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د روانې اونۍ په پيل کې د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني لوري تر منځ سخته نښته وشوه او دواړو لورو ته پکې د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه هم خپاره شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155982

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155982/

جمهور
  https://www.jomhornews.com