کای آیډه د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې

3 قوس 1401 ساعت 10:20

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ویلي یې دي، دغه هېواد کې معنا لرونکې خبرې امکان نه لري.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ویلي یې دي، دغه هېواد کې معنا لرونکې خبرې امکان نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې آیډه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي، چې له افغانستانه ورته رسېدونکي خبرونه خواشینکونکي دي.

دی وايي، سره له دې، چې د خبرو اترو پلوي دي، خو په وینا یې نېږدې هره ورځ چې کوم خبرونه له کابل څخه ورته رسېږي، نو دې پایلې ته رسېدلي، چې په افغانستان کې هر ډول مانا لرونکې خبرې امکان نه لري.
 
نوموړي ټینګار کړي، چې که څه هم ځینې به دی پر دغه ډول څرګندونو ساده وبولي، خو په وینا یې دا خبرونه ده ته له غم پرته بل څه نه دي.
 
د یادونې ده، چې آیډه له ۱۳۸۶ تر ۸۸ پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی پاتې شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 155986

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155986/

جمهور
  https://www.jomhornews.com