زابل: دوه تنه د لېوني سپي داړلو له امله مړه شوي

3 قوس 1401 ساعت 10:40

سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې دوه تنه چې لیوني سپي داړلي وو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې دوه تنه چې لیوني سپي داړلي وو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت چارواکو زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې کابو ۱۰۰ تنه لیونیو سپیو داړي دي.

سرچینې زیاته کړې له دغه کسانو دوه تنه یو په میزانه ولسوالۍ او بل په کاکړانو ولسوالۍ کې ساه ورکړې ده.

په ورته وخت کې د زابل د د عامې روغتیا د ریاست او د زابل د ښاروالۍ په وینا یې د داسې ټیمونو د جوړیدو خبر ورکړی دی چې لېوني سپي ووژني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155990

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155990/

جمهور
  https://www.jomhornews.com