نوروف د مارک پوتزل سره په افغانستان خبرې کړې

5 قوس 1401 ساعت 8:59

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان پر اړوندو مسایلو یې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر له مرستیال سره خبرې کړي.


د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان پر اړوندو مسایلو یې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر له مرستیال سره خبرې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولادیمیرنوروف پرون پر ټویټر لیکلي چې له مارک پوټزل سره په خبرو کې یې د افغانستان د روان وضعیت او له طالبانو سره د خبرو لپاره د نړیوالې ډلې د رامنځته کېدو د طرحې په اړه بحث وکړ.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

ازبکستان له طالبانو سره وروسته له دې چې پر افغانستان بیا واکمن شول، د تعامل اړیکي لري او پخ پام کې لري چې د افغانستان له لارې تر پېښوره پورې د اورګاډي پټلۍ ورغوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156009

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156009/

جمهور
  https://www.jomhornews.com