اسلامي امارت:

د شرعي حدودو په جاري کولو د نړیوالو نیوکې اسلام ته سپکاوی دی

5 قوس 1401 ساعت 10:44

د افغانستان اسلامي امارت وايي، د ملګرو ملتونو او نړیوالو ټولنې له خوا د شرعي حدودو په جاري کولو نیوکې په اصل کې اسلام ته سپکاوی او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی.


د افغانستان اسلامي امارت وايي، د ملګرو ملتونو او نړیوالو ټولنې له خوا د شرعي حدودو په جاري کولو نیوکې په اصل کې اسلام ته سپکاوی او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې په لوګر ولایت کې ۱۴ تنه چې درې تنه په کې مېرمنې او د بېلا بېلو جرمونو په ترسراوي نیول شوي و، د ځايي محکمې له خوا شرعي حدود پلي شول.

د شرعي حدودو د پلي کېدو موضوع له هغې وروسته پیل شوه، چې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده ټولو قاضیانو ته حکم وکړ، چې پر مجرمینو له څېړنو او ثبوت وروسته شرعي حدود پلي کړي.

خو د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا په لوګر کې پر یو شمېر کسانو د شرعي حدودو جاري کېدل وغندل شول او دا یې یو غیر انساني او ظالمانه عمل وباله.

د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه سازمانو نیوکو او ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، د شرعي حدودو په جاري کولو نیوکې په اصل کې اسلام ته سپکاوی او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی.

ښاغلي مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«د ا.ا.ا. د اسلام مبارک دين د جزا قانون د تطبيق په اړه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هيوادونو نمائندګانو څرګندونې چې د دُرو وهلو مجازات يې په کې غير انساني، ظالمانه او توهينوونکي بللي، د اسلام مبارک دين  بې احترامي او د نړيوالو صولو مخالفت بولي.»

د اسلامي امارت ویاند وايي، هېوادونه او سازمانونه بايد اجازه ور نه کړي، چې د دوی له ادرس څخه مغرض اشخاص د اسلام مبارک دين يا احکامو په اړه غيرمسؤولانه او پاروونکې څرګندونې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 156021

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156021/

جمهور
  https://www.jomhornews.com