له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې خیبر پښتونخوا کې له وسله والو سره په یوه نښته کې څلورو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې عسکرو پر د وسله والو پر یوه پټنځای عملیات پیل کړل.
پاکستاني پولیسو ویلي دوی د وسله والو پر یوه پټنځای د عملیاتو پر مهال تر برید لاندې راغلي چې په ترڅ کې یې دوه عسکر وژل شوي او د یوه افسر په ګډون دوه نور ټپیان شوي دي.
تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو له دې وړاندې یاده سیمه کې د ډېری شویو بریدونو مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر پر یاده پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې ترهګري لا هم د دغه هېواد لپاره یوه ستره مسله ده او دوی به یې پر وړاندې درېږي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم یاده سیمه کې د یوه وسله وال برید پر مهال شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل