د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازی ټوماس نیکلاسن وایي، پر افغانستان واکمن طالبان مسوولیت لري هغه نړیوال قوانین رعایت کړي چې دې هېواد لاسلیک کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نیکلاسن دغه څرګندونې پرون شنبې د لیندۍ ۵ مه په څو ټویټونو کې د اسلامي امارت له خواپه لوګر کې پر ۱۴ کسانو د شرعي حدودو د عملي کولو پر وړاندې په غبرګون کې کړې دي.
نیکلاسن زیاته کړې، اروپایي ټولنې له هغو څو کمو هېوادونو چې د ده په وینا د سزا دغه بڼې په کې عملي کېږي هم ورته غوښتنه کړي چې د نړیوال قانون په رڼا کې خپل مسوولیتونه پرځای کړي.
نیکلاسن فزیکي مجازات ظالمانه، غیرانساني او د سپکاوي چلند بللی چې د ده په وینا د شکنجې د مخنیوي او د مدني او سیاسي حقونو د نړیوالو کنوانسیونو سره په تضاد کې دي.
خو د افغانستان اسلامي امارت ویاند وايي، د ملګرو ملتونو او نړیوالو ټولنې له خوا د شرعي حدودو په جاري کولو نیوکې په اصل کې اسلام ته سپکاوی او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی.
ښاغلي ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«د ا.ا.ا. د اسلام مبارک دين د جزا قانون د تطبيق په اړه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هيوادونو نمائندګانو څرګندونې چې د دُرو وهلو مجازات يې په کې غير انساني، ظالمانه او توهينوونکي بللي، د اسلام مبارک دين بې احترامي او د نړيوالو صولو مخالفت بولي.»
د اسلامي امارت ویاند وايي، هېوادونه او سازمانونه بايد اجازه ور نه کړي، چې د دوی له ادرس څخه مغرض اشخاص د اسلام مبارک دين يا احکامو په اړه غيرمسؤولانه او پاروونکې څرګندونې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل