ډېر ژر به د هوايي دهلیز له لارې له افغانستان نه هند ته صادرات پيل شي

7 قوس 1401 ساعت 8:33

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له هند سره يې د هوايي دهلېز تړون لاسلیک کړی او ډېر ژر به دغه هېواد ته صادرات پیل شي.


د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له هند سره يې د هوايي دهلېز تړون لاسلیک کړی او ډېر ژر به دغه هېواد ته صادرات پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد ټینګار کړی، چې د دغه دهلېز له لارې به ډېر ژر د افغانستان مالونه هند ته صادر شي.

نوموړي زیاته کړې، هند ته د افغانستان د سوداګریزو توکو صادرات د واګې بندر له لارې دوام لري او په تېر کال کې له دغه بندره څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ صادرات شوي دي.

دی وایي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او هند ترمنځ د کارګو الوتنې پيل شي او تازه او وچه مېوه، لاسي صنايع او نور سوداګريز توکي به د هوا له لارې هند ته صادر شي.

د یادونې ده، چې د بهرنيو چارو  سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي څو ورځې وړاندې هرات ته د سفر پر مهال ویلي، چې د دوی له واکمنېدو سره د سیمې هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156071

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156071/

جمهور
  https://www.jomhornews.com