سعودي او ازبک چارواکو پر افغانستان خبرې کړې دي

7 قوس 1401 ساعت 11:29

د سعودي عربستان او ازبکستان لوړ پوړو چارواکو د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.


د سعودي عربستان او ازبکستان لوړ پوړو چارواکو د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سعودي د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپور شوی بيان کې ویل شوي دغه خبرې سعودي کې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، د سعودي د بهرنیو چارو مرستيال وزير عبدالکريم الخريجي د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ايرګاشيف سره کتلي دي.

سرچینې زياته کړې، دواړو لورو د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156090

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156090/

جمهور
  https://www.jomhornews.com