پاکستاني طالبانو رسمآ د پاکستان د حکومت پر ضد د جګړې اعلان کړی

8 قوس 1401 ساعت 9:01

پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي د پاکستان له حکومت سره یې د سولې اوبندر پای ته رسولی او رسما یې د دغه حکومت پر ضد د بیا جګړې اعلان کړی دی.


پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي د پاکستان له حکومت سره یې د سولې اوبندر پای ته رسولی او رسما یې د دغه حکومت پر ضد د بیا جګړې اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د فرانسې خبري آژانس وايي، ټي ټي پي دغه اعلان پرون دوشنبې د لیندۍ ۷ مه په یوه اعلامیه کې ورکړی دی.

په اعلامیې کې راغلي دا چې پوځ په مختلفو سیمو کې پوځي عملیات روان کړي، نو په ټولو لازمه ده چې د هېواد په هره برخه کې چې کولی شۍ بریدونه وکړي.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې د پاکستان په کومو سیمو کې د دغه هېواد پوځ د طالبانو پر ضد عملیات کوي.

د یادونې ده، چې د پاکستاني طالبانو او پوځ  ترمنځ د تېرې جون په میاشت کې اوربند شوی وو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156106

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156106/

جمهور
  https://www.jomhornews.com