نوې ګمارنې: محمد قاسم خالد د کابل والي وټاکل شو

9 قوس 1401 ساعت 11:15

د افغانستان د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده د حکم پر اساس شیخ محمد قاسم خالد د کابل د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.


د افغانستان د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده د حکم پر اساس شیخ محمد قاسم خالد د کابل د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د امیرالمومنین د حکم پر اساس مولوي ظاهر خان د لوړو زده کړو وزارت د مصلینو چارو د معین او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پلټنې مخکنی معین شیخ محمد قاسم خالد د کابل د والي په توګه ټاکل شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې مولوي اسماعیل روحاني د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو د معین په توګه دنده تر سره کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 156148

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156148/

جمهور
  https://www.jomhornews.com