په افغانستان کې د آزادۍ رادیو نشرات مسلک ته د نه پاملرنې له امله بندل کړل شول

10 قوس 1401 ساعت 9:36

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد په ۱۳ لویو ښارونو کې د آزادۍ رادیو اېف اېم نشرات د ژورنالېزم مسلک او اصولو ته د نه پاملرنې له امله بند کړل.


د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد په ۱۳ لویو ښارونو کې د آزادۍ رادیو اېف اېم نشرات د ژورنالېزم مسلک او اصولو ته د نه پاملرنې له امله بند کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په ۱۳ لويو ښارونو کې پر ايف ايم د ازادۍ راډيو نشرات بند شول.

نوموړي زیاته کړې، دا راډيو چې د امريکايي اشغال له پيل سره يې نشرات پيل کړي وو، د ژورناليستيکي اصولو د نه مراعت کولو او يو طرفه خپرونو له امله وتړل شوه.

د ازادۍ رادیو نشرات وروسته له هغې وتړل شول، چې وړمه ورځ کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حنا رباني کهر په راتګ سره آزادۍ رادیو د خواله رسنیو د ځینو کاروونکو هغه پوسټونه خپاره کړل، چې د افغان حکومت له غبرګون سره مخ شول.

د دغه راپور په یوه برخه کې د کهر سفر ته په غبرګون کې د ملایکې احمدۍ په نامه د یوې مېرمنې له خوا آزادۍ رادیو لیکلي، له ملایانو وپوښتۍ، چې له پاک ربه ډارېږي؟ که له حنا جانې؟ که ملا د رب رضا لپاره په نجونو تعلیم بند کړی، ولې په خپله له حنا رباني کهر سره ګوري؟ لوڅ مخ، تورې زلفې، نرۍ غاړه.

همدې راپور ته په غبرګون کې ښاغلي حماد لیکلي، تاسو قضاوت وکړۍ، دا کوم ژورناليستي اصول دي؟ موږ مجبور يو چې د داسې مخربو رسنيو مخه ونيسو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 156174

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156174/

جمهور
  https://www.jomhornews.com