۰
محمود خان اڅکزی:

د ډېورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو پښتو ته دې تابعیت ورکړل شي

دوشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۱
د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي غوښتنه کړې چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو مېشتو پښتنو ته دې د افغانستان او پاکستان تابعیت ورکړل شي.
د ډېورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو پښتو ته دې تابعیت ورکړل شي
د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي غوښتنه کړې چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو مېشتو پښتنو ته دې د افغانستان او پاکستان تابعیت ورکړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اڅکزي دا څرګندونې د بلوچستان د کویټې ښار په ایوب لوبغالي کې د خپل ګوند د بنسټ ایښودونکي عبدالصمد خان اڅکزي چې په خان شهید مشهور و، د نهه څلوېښتم تلین په مناسبت یوې سترې غونډې ته په خپلې وینا کې کړې دي.

نوموړي د افغانستان له سرپرست حکومت وغوښتل چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

محمود خان اڅکزي زیاته کړې، فغانستان د پاکستان ښه ملګری کېدای شي، خو وایي له سیاسته د پاکستان ناخبره واکمنان به له دغو خبرو لاس اخلي چې افغانستان د پاکستان پنځم ولایت جوړول غواړي.

ښاغلي اڅکزي ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت او د پاکستان حکومت دواړه باید یو بل ته د یو بل په هېوادونو کې د لاسوهنې نه کولو ضمانت ورکړي.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر غوښتنه وکړه چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو پښتنو ته دې د دواړو هېوادونو تابعیت ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي