۰
یعقوب مجاهد:

ټولو قومونو ته باید په سیاست کې برخه ورکړل شي

دوشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۹
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د ټولو افغانانو تر منځ پر زغم، اتحاد او یووالي د ټینګار تر څنګ ویلي، ټولو قومونو ته باید په سیاست کې برخه ورکړل شي.
ټولو قومونو ته باید په سیاست کې برخه ورکړل شي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د ټولو افغانانو تر منځ پر زغم، اتحاد او یووالي د ټینګار تر څنګ ویلي، ټولو قومونو ته باید په سیاست کې برخه ورکړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، ښاغلي یعقوب مجاهد دغه څرګندونې پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۳ مه متحده عربي اماراتو کې له مېشتو یو شمېر افغانانو سره کتنه کې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر هلته د مېشتو هېوادوالو ستونزې اورېدلي او د هغې پر حل یې په ټینګار سره ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی که هغه د ننه په هېواد کې وي او که بهر باید په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي وویل د ټولو ستونزو د هوارولو لپاره تر خپل وسه هڅې کوي او له ټولو افغانانو هم هیله کوي چي تر اسلام وروسته وطن ته ترجیح ورکړي.

ښاغلي یعقوب مجاهد ویلي«که څوک له وطن سره لیونی مینه ونه لري او هر یو خپل مسوولیت ونه ګني دا وطن نه جوړېږي، پردي خلک وطن نه جوړوي، هغوی یواځې د وطن د بربادۍ لپاره راځي ځینې نمایشي کارونه کوي خو تلپاتې کارونه يې نه دي کړي.»

د ملي دفاع وزارت سرپرست د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا په سرپرست حکومت کې د ټولو افغانانو پر ګډون ټينكار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي