۰

کابل کې د پاکستان پر سفارت برید کوونکی ونیول شو

دوشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۲
د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، کابل کې د پاکستان پر سفارت بریدکوونکی ونیول شو.
کابل کې د پاکستان پر سفارت برید کوونکی ونیول شو
د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، کابل کې د پاکستان پر سفارت بریدکوونکی ونیول شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد نن سه شنبې د لیندۍ ۱۴ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه کس د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له خوا د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

نوموړي په ټوېټ کې ویلي«په کابل کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري هغه کس ونیول شو چې د تيرې جمعې په ورځ یې د پاکستان په سفارت ډزې کړې وې. دا کس د یو بهرني هیواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی. په تحقیقاتو کې جوته شوې چې دا بريد د داعشيانو او بغاوتګرو له لوري په ګډه تنظیم شوی و.»

نوموړي زیاته کړې، د بريد تر شا ځینې خارجي شومې کړۍ لاس لري او هدف یې د دوو وروڼو هېوادونو ( افغانستان او پاکستان ) تر منځ د بې باورۍ رامنځته کول وو.

د افغان حکومت مرکزي ویاند وايي، د دغه برید په اړه نورې څیړنې هم روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي