۰

د ډالرو بله کڅوړه افغانستان ته ورسېده

دوشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۷
مرکزي بانک اعلان کړی، چې د نړیوالو د بشري مرستو لړۍ په ترڅ کې د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بله کڅوړه کابل ته را رسېدلې ده.
د ډالرو بله کڅوړه افغانستان ته ورسېده
مرکزي بانک اعلان کړی، چې د نړیوالو د بشري مرستو لړۍ په ترڅ کې د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بله کڅوړه کابل ته را رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بانک ویلي، یاده کڅوړه نن د لیندۍ ۱۴ مه کابل ته رسېدلې او یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.

مرکزي بانک د نړیوالو د دغه اصولوي اقدام ستاینه کړې او ترې غوښتی یې دي، چې د افغانستان د بانکي سکتور په استحکام کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د یادونې ده، چې نړیواله ټولنه د ملګرو ملتونو له لارې هر اوونۍ ۴۰ میلیون ډالر په افغانستان کې د نغدو پیسو د کمښت له امله رالېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي