ترافیکي پېښې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

10 جدی 1401 ساعت 7:37

د مزار- شبرغان پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.


د مزار- شبرغان پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت د ترافیکو د مدیریت د حادثاتو امر عبدالبشیر فیضي وايي، چې دا پېښه پرون مازیګر  د شبرغان ښار اړونده د جیغچي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي ویلي، د مسافرو یو ۴۰۴ موټر له سراچه موټر سره ټکر کړی چې له امله یې پنځه تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.

د فیضي په وینا، په مړو شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټول د سراچې سپرلۍ وې.

ده زیاته کړې، ټپیان د دې ولایت سیمییز روغتون ته وړل شوي خو د روغتیايي حالت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 156678

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156678/

جمهور
  https://www.jomhornews.com