د بدخشان د سروزو کارن د ښوویدنې عملیات ناکام دي

17 جدی 1401 ساعت 11:22

د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د غره ښووېدنې په پېښه کې د ایسارو خلکو د ژغورلو هڅې د واورې او توپاني هوا په خاطر ټکنۍ پر مخ ځي.


د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د غره ښووېدنې په پېښه کې د ایسارو خلکو د ژغورلو هڅې د واورې او توپاني هوا په خاطر ټکنۍ پر مخ ځي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست بېګا ناوخته لیکلي چې که څه هم د دفاع وزارت ژغورونکي ټیمونه سیمې ته رسېدلي، خو د ایسارو خلکو د ژغورلو چانس کم دی.

چارواکو د درېیو کسانو د ګیر پاتې کېدو خبره کړې، خو ځینو رسنیو د لږ تر لږه لسو کسانو د بند پاتې کېدو راپورونه ورکړي.

د غره د ښووېدو دا پېښه د پنجشنبې په ورځ پېښه شوې.

جمهورخبري آژانس
 
 
 


د مطلب کود: 156879

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156879/

جمهور
  https://www.jomhornews.com