۰

ایران په دوه اونیو کې څه باندې ۳ زره افغان کډوال را ایستلي

سی شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۱۳
له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل کېدو د بهیر په دوام، د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په تېرو درې ورځو کې له دغه هېواد څخه د څه باندې درې زره افغانانو د ستنېدو خبر ورکړی دی.
ایران په دوه اونیو کې څه باندې ۳ زره افغان کډوال را ایستلي
له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل کېدو د بهیر په دوام، د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په تېرو درې ورځو کې له دغه هېواد څخه د څه باندې درې زره افغانانو د ستنېدو خبر ورکړی دی.
 
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد ۳۵۶۹ افغان کډوال په هرات کې د اسلام کلا او نیمروز کې د ورېښمو پله له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي.
 
سرچینې زیاته کړې، په يادو راستنېدونکو کې چې په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شوي، ۷۰ کورنۍ هم شاملې دي چې شمېر يې ۲۵۲ تنو ته رسیږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ۳۵ کورنۍ د مرستې لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته معرفي شوي دي.
 
د یادونې ده، چې د جنورۍ میاشتې له پيل څخه بیا تر دې مهاله نږدې ۳۰ زره افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي