له طالبانو د خبریال خیرالله پرهر د سمدستي غوشي کولو غوښتنه شوې

4 دلو 1401 ساعت 7:15

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو غوښتي دي چې افغان خبریال خیرالله پرهر سمدستي خوشې کړي.


د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو غوښتي دي چې افغان خبریال خیرالله پرهر سمدستي خوشې کړي.

پرهر په ننګرهار کې خبریال او د سپورتي خبریالانو د ټولنې مشر و، چې د طالبانو د حکومت استخباراتو نږدې دوه اونۍ مخکې په کابل کې نیولی دی.
 
تراوسه معلومه نه ده چې دا خبریال په کوم تور نیول شوی او اوسمهال په کوم ځای کې په توقیف کې دی.
 
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چې مرکز یې په نیوبارک کې پرون په یوه بیان کې د خیرالله پرهر د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي دي چې په غیرقانوني ډول د خبریالانو د نیولو لړۍ بنده کړي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 157286

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157286/

جمهور
  https://www.jomhornews.com